د هرات ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د نننۍ زلزلې له امله تر اوسه دوه مړي او ۱۱۷ ټپیان روغتون لېږدول شوي دي.
کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۲): د احتمالي زلزلې له امله د افغانستان سترې محمکې د هرات ولايت له محبسه د لسګونو زندانيانو ازادېدو خبر ورکړی
د سياس ګروپ مشر نجمالدین سیاس د هرات له زلزلهځپلو سره دوه ميليونه افغانۍ او اریانا افغان هوایي شرکت څه باندې ۱.۳ ميليونه افغانۍ مرسته وکړه.
هرات کې ځایي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د نن سهار زلزلې له امله یو کس مړ او ۱۵۳ نور ټپیان شوي دي.
د ریاستالوزارء اقتصادي مرستیال هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې زلزلهځپلو ته ډاډ ورکړی چې د زلزلې له امله وران شوي کورونه به یې بېرته په اساسي ډول جوړ کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا وایي، غړو یې د دې شورا ناسته کې د هرات خونړۍ زلزلې قربانیانو ته د درناوي په پار یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.
په کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر په هرات کې د دغه هېواد له میشت سرقنسول سره په ګډه د دغه ولایت له زلزلهځپلو سیمو لیدنه وکړه او سلګونو زیانمنو شوو کورنیو ته یې د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وېشلې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ یو پلاوی هرات ته روان شوی دی.
. . .
لس روغتیايي ټیمونه د هرات له زلزلهځپلو سره د مرستې په موخه له کندهاره دغه ولایت ته ولاړل.
د هېواد ملي سوداګر او د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د هرات له زلزلهځپلو سره ۲۰۰ میلیون افغانۍ مرسته اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ د هرات ولایت له زلزلهځپلو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه او وایي، د دغه بورډ له کارکوونکو او ملي لوبغاړو د مرستې ټولولو لړۍ هم روانه ده چې له بشپړېدو سره به د هرات پر اړمنو کورنیو وویشل شي.