جاپان د هرات له زلزلهځپلو سره د یو میلیون امریکایي ډالرو مرستې اعلان وکړ او اروپایي ټولنې هم ۹۲ ټنه بشري مرسته یاد ولایت لېږلې ده.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د هرات زلزلهځپلو ته د کورونو جوړولو په موخه څه باندې ۳۶،۵ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه.
په هرات او بادغیس ولایتونو کې یوځل بیا نسبتاً خفیفه زلزله وشوه چې له امله یې خلک د شپې له کورونو ووتل.
هرات کې ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې درې انسان تښتوونکي وژل شوي او یو ډاکټر د هغوی له بنده ازاد شو.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وایي، اسټرالیا د هرات له زلزلهځپلو سره د ۶۳۱۲۸۰ امریکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د هرات له زلزلهځپلو سره د مرستو په لړ کې د افغانستان د صرافانو شورا د ۵۰ کورونو جوړولو او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام زلزلهځپلو ته د خوړو چمتو کولو په موخه د څو سیمهییزو پخلنځیو جوړولو خبر ورکړی دی.
د هرات په زندهجان ولسوالۍ کې د زلزلهځپلو لپاره د ۲۱۴۶ کورونو جوړولو کار پیل شو چې په معیاري او د ښارګوټي په ډول جوړیږي.
د کډوالۍ چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وایي، هرات کې د زلزلهځپلو بېړنيو اړتیاوو پوره کولو لپاره ۱۴.۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
د هرات وروستۍ مرګونې زلزلې د دې ترڅنګ چې زرګونو کسانو ته یې مرګژوبله واړوله، د بازارونو، پوهنتونونو او ښوونځيو تړل کېدو لامل هم شوې دي.
فراه کې مسوولین وايي، له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې دغه ولایت ته له هراته د زلزلې له وېرې ور کډه شوې سلګونه کورنۍ د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات ولایت د زندهجان د سمنټو د تولید تړون د ۱۴۲ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ.
د متحده عربي اماراتو پلاوي چې هرات ته یې سفر کړی، وایي، د دغه ولایت د زندهجان ولسوالۍ په زلزلهځپلې سیمه کې له یوې ورځې په کمه موده کې یو مجهز روغتیايي مرکز فعالوي.