هرات کې ځایي سرچینې وايي چې د ټاپي پروژې رییس د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې ویلي چې د دې پروژې د نلغځونې چارې په چټکۍ روانې دي او د افغانستان په خاوره کې تر اوسه درې کیلومتره نل غځول شوی دی.
۴۹ کلن احمدشاه په هرات ښار کې د اهنګرۍ په یوه واړه دوکان کې د دغه صنعت ساتلو لپاره هڅې کوي؛ کلونه کېږي چې اوسپینز توکي جوړوي، اوس په ډېرې ناهیلۍ وايي چې بازار د پخوا په څېر رنګ نه لري.
هرات کې یوې ښځې د غالیو اوبدلو یوې کارخونې په جوړولو سره ۳۰ نورو بېوزله ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
هرات کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې لسګونه روږدي د درملنې او مراقبت له ۱۲ میاشتنۍ دورې وروسته نن بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شول.
د هرات ولایت امنیه قومانداني وايي چې د هرات ښار د دوولسمې ناحیې په مربوطاتو کې یو وسلهوال غل له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
هرات کې یو شمېر ګارکر ماشومان چې د اقتصادي ستونزو له امله له زدهکړو بېبرخې دي، له حکومته غواړي څو د دوی له کورنیو سره د اقتصادي ستونزو د حل برخه کې مرسته وکړي.
په هرات کې د ترکیې د انسجام او همکارۍ دفتر (ټیکا) د هرات حوزوي روغتون له بېړنۍ برخې سره د څو طبي دستګاوو مرسته وکړه.
د ژمي له رارسېدو سره هممهاله په هرات کې یو شمېر داخلي بېځایه شوي او بېرته راستانه شوي کډوال د ژوند لومړنیو امکاناتو له کموالي شکایت لري او له حکومت او مرستندویه موسسو د مرستو غوښتنه کوي.
د هرات د چاپېریالساتنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت د انجیل ولسوالۍ له بازاره یې ۳۱۸ بېلابېل وحشي مرغان راټول او بېرته یې طبیعت ته خوشي کړل.
په هرات کې د زعفرانو د راټولولو د فصل را رسېدو سره هممهاله، د دغه محصول تولیدونکي نسبت تېر کال ته د یاد محصول د ډېرېدو خبرو کوي، دغهراز مسوولین وایي چې د زعفرانو د صادراتو ډېرېدو لپاره هڅه کوي.
کورنیو چارو وزارت وایي، په هرات ولایت کې یې د غلو د یوې مسلکي ډلې هغه درې غړي نیولي چې یو ۱۷ کلن ځوان یې له تښتولو وروسته وژلی و.
د افغاني سرې مياشتې ټولنه وایي، د هرات په دوو ولسوالیو کې د دې ټولنې له لوري جوړ شوي، ۲۸۸ نور کورونه زلزلهځپلو کورنیو ته وسپارل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP