د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی وایي، د پاکستان په ګډون څلورو هېوادونو ته خپل سفر پيلوي او هلته به له خپلو شریکانو سره د کډوالو خوندیتوب او بیامېشتېدنې ترڅنګ پر نور بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
د چین حکومت اعلان کړی چې د فرانسې، جرمني، ایټالیا، هالنډ، اسپانیا او مالیزیا وګړي پرته له ویزې د لنډ مهال لپاره دغه هېواد ته ورتللی شي.
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست هالنډ هېواد ته له سفر وروسته په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له شلو ډېر هېوادونو افغانستان کې د درملو تولید او طبي محصولاتو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د اقلیمي بدلونونو د اونۍ له رارسېدو سره سم، د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین وايي، افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د ګلخانهیي ګازونو په تولید کې لږ رول لري، خو له دې اړخه تر ټولو ډېر زیان ورته رسیږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو نهو میاشتو کې د ۵۳ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۵۴۰۰ ټنه جلغوزي بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.