ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو نهو مياشتو کې ۵۴۰۰ ټنه جلغوزي بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي

تېرو نهو مياشتو کې ۵۴۰۰ ټنه جلغوزي بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي

author avatar
3 Jan 2023 - 15:52
تېرو نهو مياشتو کې ۵۴۰۰ ټنه جلغوزي بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي
author avatar
3 Jan 2023 - 15:52

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومى ۱۴۰۱): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو نهو میاشتو کې د ۵۳ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۵۴۰۰ ټنه جلغوزي بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د حکومت د رسنیو مرکز رییس انعام‌الله سمنګاني د یاد وزارت له قوله نن (سه‌شنبه) په یوه ټویټ کې دا موضوع لیکلې ده.

سرچینې زیاته کړې چې دغه مقدار جلغوزي چین، پاکستان، عربستان، متحده عربي امارات، هند، ایټالیا، امریکا، کاناډا، بریتانیا، اسټرالیا، ترکیې، سویډن، اوکراین او بلجیم هېوادونو ته صادر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو د روان کال لړم میاشتې په ۱۰مه نېټه ویلي وو چې د شاوخوا یو میلیون او شپږ سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت، ۷۵ ټنه جلغوزي د ځمکې له لارې چین ته صادر شو.

د یادونې ده، د روان کال تلې میاشتې په ۹مه هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هرات څخه المان ته د ۴۰۰ زره ډالرو په ارزښت، د ۱۲ ټنه جلغوزي مغز یوې محمولې د لېږد خبر ورکړی و.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.