د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست بامیان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي دغه وزارت هوډ لري چې افغانستان د کرنې له پلوه پر ځان بسیاینې او غذایي مصوونیت ته ورسوي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي، پولیس دې د مشرانو فرامینو په پلې کولو کې له اخلاقو کار واخلي او که پر خپلې وړتیا او نصاب پر ځان بسیا شي هیڅوک نه شي کولای چې د نظام او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي.