د عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۱۱ میاشتو کې له ۷ اعشاریه اتو میلیونو ډېر خلک پر تنفسي ناروغیو اخته شوي چې له امله يې ۲۳۰۰ کسان مړه شوي دي.
د ا.ا ویاند وایي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د اوبو او برېښنا وزارتونو د پرېکړې له مخې، له وچکالۍ سره د مبارزې په موخه د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو بندونه جوړیږي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان کال په تله میاشت کې د ۲۵۰ اعشاریه ۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۷۹۸ اعشاریه ۲ میلیون ډالرو په ارزښت واردات ترسره شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې څه باندې ۵ زره افغان کډوال له پاکستانه او څه باندې ۳ زره نور له ایرانه هېواد ته راستانه شول.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام مقدماتي دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال د اسیایي ملتونو جام په لوبو کې د ګډون په موخه قطر ته روانه شوه.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې درېیو لوبغاړو په یوه لیک کې فیفا او د اسیا فوټبال کنفدراسیون ته د هېواد د فوټبال په فدراسیون کې د فساد شکایت کړی، خو د دغه فدراسیون مسوولین وایي چې دا ادعاوې حقیقت نه لري.
د مالیې وزارت وایي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږنیمو میاشتو کې یې د هېواد په شپږو ولایتونو کې څه باندې ۹۴ زره ټنه بېکیفیته او ممنوعه توکي نیولي چې په قاچاقي ډول هېواد ته را واردېدل.
د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي د پاکستان په کوربهتوب د تکواندو پنځم پړاو ازادو اسیایي سیالیو کې له کډون وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.
د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، په ټول هېواد کې يې د هغو ماشومانو او ځوانانو د ملاتړ لپاره ۳۵ ښوونيز مرکزونه جوړ کړي چې په خصوصي ښوونځيو کې د زدهکړو توان نه لري.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ څه باندې ۷ زره افغان کډوال له پاکستان او څه باندې ۳ زره نور له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.
کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، ټول هغه کډوال چې هېواد ته راستنېږي د ثبت له پروسې
د افغانستان بانک چارواکو د م.م له ځانګړي همغږيکووني سره په لیدنه کې یو ځل بیا د هېواد پر بانکي سکټور د لګېدلو محدودیتونو لرې کېدو غوښتنه کړې او له هغه یې غوښتي چې په افغانستان کې د پرمختګونو په اړه نړۍوالې ټولنې ته واقعي راپور وړاندې کړي.