کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان بانک چارواکو د م.م له ځانګړي همغږيکووني سره په لیدنه کې یو ځل بیا د هېواد پر بانکي سکټور د لګېدلو محدودیتونو لرې کېدو غوښتنه کړې او له هغه یې غوښتي چې په افغانستان کې د پرمختګونو په اړه نړۍوالې ټولنې ته واقعي راپور وړاندې کړي.
په افغانستان کې د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشت کې له سیاسي تحول وروسته، د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان شاوخوا لس میلیارد ډالره شتمني - چې د امریکا په بانکونو او نورو مالي موسسو کې په امانت ډول اېښودل شوې وه- کنګل کړه او د افغانستان پر بانکونو یې ځیني محدودیتونه ولګول.
د افغانستان بانک له لوري رسنیو ته نن په استولي پیغام کې راغلي چې د افغانستان بانک سرپرست رییس هدایتالله بدري او د بانک نورو چارواکو نن د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږيکوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره لیدلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په یاده کتنه کې بدري ویلي چې د افغانستان بانک د نړۍوالو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو مالي او بانکي بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی.
هغه د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږيکوونکي غوښتي چې په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه پر واقعیتونو ولاړ راپور نړۍوالې ټولنې ته وړاندې کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان بانک د دفتر ریاست لوی امر صدیقالله خالد ویلي چې د افغانستان د خلکو ستونزو ته په پام پر بانکي سکټور لګېدلي محدودیتونه باید لرې شي.
هغه ویلي چې د افغانستان اسعاري زېرمې د خلکو حق دی، کنګل پاتې کېدل یې د افغانانو پر زیان دي او په دې برخه کې د نړۍواله ټولنې له لوري د افغانستان د خلکو په ګټه د اغېزناکو ګامونو اخیستو هیله لري.
له دې مخکې هم افغان چارواکو او ځینو هېوادونو د افغانستان د کنګل زېرمو ازادېدو غوښتنه کړې وه.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د تېر لمریز کال د وږي په ۲۳مه اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ به درېنیم میلیارد ډالر د «افغان فنډ» په نوم یوه نوي جوړ شوي صندوق ته چې په سویس کې دی، سپاري او د هغې د لګولو واک به له یوه «تضمینکوونکي بورډ» سره وي.
د افغانستان بانک پخواني رییس او د یاد بورډ غړي انوارالحق احدي د روان کال په وږي میاشت کې ویلي وو چې د افغانستان درېنیم میلیارده ډالره شتمنۍ په تېر څه کم یوه کال کې شاوخوا ۱۵۵ میلیون ډالره ګټه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP