Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان په مالي مرسته څه باندې سل زره څارویو ته د واکسین د تطبیق پروسه پیل کړې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سږ مېلادي کال په هېواد کې د شري ناروغي د شکمنو پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي، بلخوا، ډاکټران دغه ناروغي مرګونې بولي او له کورنیو غواړي څو خپلو ماشومانو ته د دې ناروغۍ د واکسین تطبیق برخه کې پام وکړي.
هلمند کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون ۱۳ ولسوالیو کې د «لمپيسکین» ناروغۍ ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په لسو ولسوالیو او د ښار ۱۵ ناحیو کې به ۵۵ زره غواګانو ته د لمپيسکېن ناروغۍ واکسین تطبیق کړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې نن د هېواد په پنځو ولایتونو کې د ماشومانو د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر وایي چې دمګړۍ په هېواد کې د لسو ناروغیو وقایې لپاره ۱۳ ډوله واکسین موجود دي چې د ۳۰۴۹ روغتیایي مرکزونو له لارې میندو او له یو کال کمعمره ماشومانو ته په وړیا ډول تطبیقیږي.
کامرون کې یوې نجلۍ ته د ملاریا لومړني واکسین له تزریق کېدو وروسته د هېواد عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه واکسین موثرتوب په صورت کې به هڅه وکړي څو دغه واکسین له مرستهکوونکو ترلاسه کړي.
د عامې روغتیا وزارت وړاندې شوو شمېرو له مخې، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په نسبت د لېوني سپيانو داړلو پېښې څه باندې ۱۴ سلنه ډېرې شوې، خو دغه وزارت د دې ناروغۍ اړتیا وړ ۷۰ سلنه واکسین په واک کې نه لري.
ډاکټرا وايي، شری یوه ساري ناروغي ده او کورنۍ باید خپل ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي، روغتیا او چاپېریال ساتنې ته پام وکړي او پر دې ناروغۍ اخته کسان دې ژر ژره روغتون ته ورسوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ګوزڼ د څلور ورځني فرعي کمپاین پر مهال به ۷،۶۸ میلیون ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.
کونړ ولایت کې په ۱۵ روغتیایي مرکزونو کې د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د کتلوي معافیت او واکسین خدمات پيل شول.
د روغتیا نړۍوال سازمان د ملاریا د مخنیوي لپاره د «ار۲۱ ماټریکس ـ اېم» واکسین د جوړېدو خبر ورکړی، وایي چې د راتلونکي کال تر پایه به هېوادونو ته ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP