د نورستان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په وانټوایګل ولسوالي کې د دوو کلیو اوسېدونکو ترمنځ د څرځای پر سر وسلهواله نښته شوې چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
کورنیو چارو وزارت وایي، د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ وسلهواله نښته شوې چې له امله یې دواړو لورو ته ځاني زیان هم اوښتی خو امنیتي ځواکونو د شخړې پراخېدو مخنیوی کړی او له دواړو لورو یې ۲۵ کسان له وسلو سره نیولي دي.