Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
هرات کې امنیتي مسوولین وایي چې دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو غلو ترمنځ په نښته کې یو وسلهوال غل وژل شوی او یو بل یې نیول شوی دی.
ننګرهار کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې یو وسلهوال غل د امنیتي ځواکونو ځوابي ډزو کې وژل شوی او یو امنيتي سرتېری ټپي دی.
د هرات ولایت امنیه قومانداني وايي چې د هرات ښار د دوولسمې ناحیې په مربوطاتو کې یو وسلهوال غل له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یو وسلهوال غل د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار لسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یو غل له امنیتي کسانو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، دوه وسلهوال چې د دغه ولایت د یفتل پایان – راغها ولسوالیو پر لویه لار یې د مسافرو د مالونو لوټولو هوډ درلود، یو کس یې له پولیسو سره نښته کې وژل شوی دی.
د کابل امنیه قومانداني وايي، تېره شپه د ښار په اتمه حوزه کې د امنیتي کسانو او وسلهوالو غلو ترمنځ نښته کې یو غل وژل شوی او څلور نور نیول شوي دي.
چارواکي وایي، د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې تېره شپه د «وسلهوالو غلو» او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې یو غل وژل شوی او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP