ژبه

امنیتي مسوولین: جلال‌اباد ښار کې یو وسله‌وال غل ووژل شو

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳): ننګرهار کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې یو وسله‌وال غل د امنیتي ځواکونو ځوابي ډزو کې وژل شوی او یو امنيتي سرتېری ټپي دی.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ د امنيتي چارو مرستیال مولوي محمدطاهر مبارز وايي، د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ودانۍ مخې ته نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې څو غلو چې له يوه کسه يې مبايل او نور توکي په زور اخیستي وو او غوښتل یې په یوه ریکشه کې وتښتي، د غلو ریکشه‌چلوونکی ملګری د امنیتي سرتېرو په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

هغه زیاته کړه، دغه اقدام وروسته له هغه وشو چې متضرر کس له پولیسو د يادو غلو د نيولو غوښتنه وشوه خو کله چې سرتېرو ورته د درېدو امر وکړ، له ريکشې پر سرتېرو ډزې وشوې.

هغه زیاته کړې، د وژل شوي کس له جېبونو غلا شوي توکي ترلاسه شوي او د هغو نورو غلو د نیولو هڅې روانې دي چې له سيمې په تېښته بریالي شول.

دی زیاتوي چې د دې پېښې پر مهال يو پولیس سرتېری هم ټپي شوی دی.

بلخوا، د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر هم پژواک ته په یوه رالېږل شوې اعلامیه کې دا خبر تایید کړی دی.

دغه راز، د سیمې یوه اوسېدونکي ریحان پژواک ته وویل چې لومړی ډزې وشوې، بیا له ریکشې څو کسان وتښتېدل.

هغه وايي، نور له موضوع خبر نه شوو خو یو کس په ریکشه کې وژل شوی و.