Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د کرنې او صنعتي برخو کې د ځمکې لاندې له اوبو ناسمه استفاده او د تغذیوي سرچینو محدودېدل د دې لامل شوي چې روان لمریز کال د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له یو څخه تر پنځو مترو پورې ټیټه شي.
ستره محکمه وایي چې په درېیو ولایتونو کې اوو کسانو ته د بېلابېلو جرمونو له امله تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل او هلمند سیندیزو حوزو کې نن او راتلونکو دوو ورځو کې د واورې او باران ورېدو او سېلابونو راتلو خبر ورکړی دی.
د مالیې وزارت وایي چې تېره اونۍ د هېواد په ځینو ولایتونو کې نږدې ۵۱ زره کیلوګرامه قاچاقي توکي نیول شوي دي.
ستره محکمه وايي چې په کابل، اروزګان او کاپیسا ولایتونو کې یې د یوې ښځې په ګډون ۱۳ کسانو ته تعزیري سزا ورکړې ده.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسوولین وايي، د اترا ادارې او یو شمېر مخابراتي شرکتونو ترمنځ د کابل په ګډون اتو ولایتونو کې د ۱۴ نوو مخابراتي سایټونو جوړولو تړون لاسلیک شوی دی.
ستره محکمه وایي، په ارزګان، پکتیکا او کندز ولایتونو کې درېیو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند په کابل کې د اسان خدمت خدمتونو پراختیا لپاره د یوه لوی کمپلېکس جوړېدو خبره کوي او وایي چې په نږدې راتلونکي کې به په څلورو نورو ولایتونو کې هم د اسان خدمت مرکزونه پرانیستل شي.
د زندانونو چارو د سمون اداره وایي چې د لوګر، بدخشان، لغمان، تخار او دایکنډي ولایتونو له زندانونو ۱۵۲ بندیان ازاد شوي او د ۱۸۶ نورو د بند موده کمه شوې ده.
د عدلیې وزارت وایي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې په ۲۳ ولایتونو کې څه باندې ۲۵۹ جریب ځمکه امارتي تثبت کړې او په اوو ولایتونو کې یې څه باندې ۳۴ زره جریب ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شاوخوا ۵۴۹ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلېکسونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د فوټبال لوبغاړي شکایت کوي چې په ولایتونو کې یې د فوټبال لوبغالي نشته او که شته هم، معیاري نه دي، خو د فوټبال فدراسیون وایي، هڅه کوي د لوبغاړو دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP