کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي چې په درېیو ولایتونو کې اوو کسانو ته د بېلابېلو جرمونو له امله تعزیري سزا ورکړل شوې ده.

د افغانستان سترې محکمې نن په جلا خبرپاڼو کې ویلي، د تخار د چاهاب ولسوالۍ لومړۍ محکمې د پرېکړې له مخې، درېیو کسانو ته چې پر زنا تورن وو، تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچینې زیاته کړې، لومړۍ محکمې دوو تورنو کسانو ته شپږ- شپږ میاشتې تنفیذي بند او ۳۹ – ۳۹ دُرې او یوه بل کس ته یو کال تنفیذي بند او ۳۹ دُرې سزاوې ورکړې دي.

سترې محکمې ویلي، د کابل ولایت د نشهيي توکو او مسکراتو د مخنیوي لومړۍ محکمې د پرېکړې له مخې، يوه کس ته چې د الکولي مشروباتو پر توليد او څښلو متهم و، تعزیري سزا ورکړل شوه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، لومړۍ محکمې ياد متهم پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تایید وروسته تطبيق شوه.

دغه راز، سترې محکمې لیکلي چې د ننګرهار د سپينغر ولسوالۍ لومړۍ محکمې د پرېکړې له مخې، درېيو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو، تعزیري سزا ورکړل شوې ده.

لومړۍ محکمې ياد متهمين له يو کال څخه تر دوو کلونو پورې پر تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزاوو محکوم کړي وو چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تایید وروسته پرې تطبیق شوه.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم سترې محکمې ویلي وو چې په کابل ولایت کې یې درېیو کسانو ته د نشهیي توکو د پېر او پلور په جرم تعزیري سزا ورکړې ده.