Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د میدانوردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او کروندګر وایي، د وچکالۍ له امله یې کښتونه وچ او زیانمن شوي او له حکومته غوښتنه کوي چې د دې ستونزې د حل په موخه دې بندونه ورته جوړ کړي.
د اقلیمي بدلون او پرلهپسې وچکالیو له امله د غور ولایت په ځینو سیمو کې کرنیزې ځمکې وچې او حاصلات یې زیانمن شوي او ډېری کروندګر له سختو اقتصادۍ ستونزو سره مخ دي.
هرات کې یو شمېر کروندګر په دغه ولایت کې د وچکالۍ دوامداره کېدو او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي چې د تېرو کلونو په پرتله په هرات کې د شولو په کښتونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
ځینې سرچینې وايي، نیمروز د وچ او بیاباني اقلیم په درلودو سره تل د اوبو له کمښت سره مخ دی، خو د وروستیو دوو کلونو وچکالیو د دغه ولایت د مرکز او ځینو ولسوالیو کروندګر او مالداران سخت زیانمن کړي او ان د هغوی د بېځایه کېدو لامل شوي دي.
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې تېر کال له ۷۵ تر ۸۰ زره هکتاره ځمکه کرل شوې وه خو سږ کال دغه کچه د وچکالۍ له امله ۶۰ زره هکتارو ته راټیټه شوې ده.
. . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP