Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، له ترکمنستانه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا د لېږد پروژې (ټاپ) په اړه تخنیکي ناسته وشوه.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، د ټاپ پروژې د لارې نقشه د دغه وزارت له لوري وروستۍ شوې او ډېر ژر به له ترکمن لوري سره شریکه شي.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس د ټاپ پروژې په اړه ګډه ناسته کې د دې پروژې د پیل لومړنیو چارو بشپړېدو ډاډ ورکړی او د افغانستان او ترکنستان ترمنځ د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د ټاپ پروژې تخنیکي کمېټې د همغږۍ، د چارو د انسجام او نورو اقداماتو ترسره کولو په موخه ناسته وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP