Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
. . .
د قطر لومړي وزیر -چې په ورته مهال د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دنده هم پر مخ وړي- او د استخباراتو رییس کندهار ولایت ته د سفر پر مهال له رییس الوزراء ملا محمدحسن اخند سره لیدلي دي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا پیلېدو او تهران کې د عربستان سفارت پرانیستو پر میکانیزمونو د بحث لپاره د دغه هېواد تخنیکي پلاوی ایران ته تللی دی.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت یوه پلاوي په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو څېړلو په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال، له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام په اړه د اسلامي همکاريو سازمان له څرګندونو هرکلی کړی او دغه سازمان وایي، په نږدې راتلونکي کې به د دیني علماوو یو پلاوی کابل ته سفر وکړي.
پاکستان وایي، کابل ته تللي پلاوي یې د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره د ترهګرۍ او په ځانګړې توګه د ټيټيپي او داعش ډلو پر ګواښونو خبرې کړې دي.
پاکستان ویلي چې د اسلامي امارت له مشرتابه سره د خبرو اترو لپاره یو پلاوی افغانستان ته لېږي.
ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان د سرپرست حکومت له مسوولینو سره د افغان ښځو د حقونو په اړه خبرو اترو لپاره یې یو لوړپوړی پلاوی کابل ته رسېدلی دی.
پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې سبا د دغه هېواد په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کر په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د کندهار په سپین بولدک کې د نامعلوم کس له لوري پر پاکستاني امنیتي کسانو د ډزو پېښې د څېړلو او عاملینو پیدا کولو لپاره یوه لوړپوړي پلاوي پلټنې پیل کړې دي.
د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ یو پلاوی له افغان چارواکو سره د ډبرو سکرو، سوداګرۍ، ټرانزیټي مسایلو او بندري خدماتو په اړه د خبرو په موخه نن کابل ته را ورسېد.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP