د بامیان یو شمېر اوسېدونکي چې د خپلو پېژندپاڼو د تېروتنو د اصلاح لپاره د دغه ولایت احصایې ریاست ته یې مراجعه کړې په دې برخه کې د کار له ځنډه شکایت کوي، خو مسوولین وايي چې دغه ستونزه له پخوا وه او د حل لپاره یې کار روان دی.