د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد وايي، ځانګړي ځواکونه د ولس د سر او مال ساتنې په موخه هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او هیچاته به اجازه ورنکړي چې له خلکو د هغوی خوښۍ واخلي.
د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه وایي چې هرات او هلمند ولایتونو ته تازه دمي ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي.