د ځمکو غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون وايي، ټاکل شوې دغه کمېسیون «د اراضي چارو او امارتي غصب شوو ځمکو د استرداد» پر وزارت بدل شي او په تېرو دوهنیمو کلونو کې یې ۳.۹ میلیون جريب ځمکه له غصبه راګرځولې ده.