کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۴): د ځمکو غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون وايي، ټاکل شوې دغه کمېسیون «د اراضي چارو او امارتي غصب شوو ځمکو د استرداد» پر وزارت بدل شي او په تېرو دوهنیمو کلونو کې یې ۳.۹ میلیون جريب ځمکه له غصبه راګرځولې ده.
د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون سکرټر مولوي احسانالله وثیق نن کابل کې یوې غونډې ته وویل چې دغه کمېسیون په تېرو دوهنیمو کلونو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د څه باندې ۱۲ میلیون او ۷۷۲ زره جریب ځمکه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو بانک ته د دولتي ځمکو په توګه د ثبت لپاره سپارلې ده.
دی وايي، یاده موده کې یې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ۳.۹ میلیون جريب ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده.
هغه زیاته کړه، یاد کمېسیون تېرو دوهنیمو کلونو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې څه باندې ۴۹،۷ میلیون جریب ځمکه هم دولتي تثبيت کړې ده.
دی زیاتوي، یوازې کابل کې څه باندې ۶۶ زره جريب ځمکه له غصبه راګرځولې شوې ده.
د هغه په خبره، دغه کمېسیون لسګونه دوسیې د ځمکو د غصب د مخنيوي او غصب شوو ځمکو موضوعاتو ته د رسېدنې ځانګړې محكمې ته سپارلي او لسګونه دوسیې د دې محکمې له خوا فيصله شوې دي.
د هغه په وینا، د کابل ښار اړوند د ۳۶ ښارګوټو سربېره، د ټول هېواد په کچه د لسګونه ښارګوټو موضوعات بررسي شوي، او د کابل ښار اړوند د ۱۳ ښارګوټو د موضوعاتو په تړاو پرېكړې صادرې شوې دي.
وثیق د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، ټاکل شوې ده چې د ځمکو د غصب د مخنيوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون به «د اراضي چارو او امارتي غصب شوو ځمکو د استرداد» پر وزارت بدل شي.
دی وايي، د ځمکو د غصب د مخنيوي او غصب شوو ځمکو د استرداد قانون مسوده ترتیب شوې، د ځمکو د غصب د مخنيوي او غصب شوو ځمکو د استرداد قانون چاپ ته چمتو شوی، د ځمكو له غصب د مخنيوي او غصب شوو ځمكو د استرداد کمېسیون د غونډو او سکرتریت طرزالعملونه ترتیب شوي او د ځمکو د غصب د مخنيوي او غصب شويو ځمکو د تشخيص او تثبیت د تخنیکي پلاوو طرزالعمل ترتیب او چاپ ته چمتو شوی دی.
نوموړی زیاتوي، د غصب د مخنيوي برخه کې د علماوو، سپينږیرو، مخورو او قومي مشرانو ايماني، اسلامي او اخلاقي دنده او وجیبه ده چې د غصب د ناوړه عمل په مبارزه کې له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ودرېږي، کلک ملاتړ يې وکړي او د بدیو په بیانولو یې خلک وهڅوي چې له دغه ناوړه کاره ډډه وکړي.
هغه زیاته کړه، ديني علماء بايد دغه موضوعات د منبرونو او مجالسو له لارې په ښه دقیق او جدي ډول مطرح کړي.
وثیق له غاصبانو وغوښتل چې دوی دې په خپله اړوندې ادارې ته مراجعه وکړي او دولتي ځمکې دې په رضا او رغبت تسليم کړي.
د یادونې ده، د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۴۰۱ لمریز کال د تلې میاشتې په ۳۰مه د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد مقرره په څلورو فصلونو او ۲۱ مادو کې توشېح کړه او دغه راز د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون لایحه یې په ۹ مادو کې منظوره کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP