ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي، یو ۱۸ کلن ځوان چې تازه له ترکیې څخه هېواد ته راغلی و، د دغه ولایت په کوکچې سیند کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې په ډېر بيرحمانه او ناوړه ډول د یوه ځوان شکنجه کول له هیڅ پلوه د توجیې وړ نه دي او له عاملینو سره به یې جدي او قانوني چلند وشي.
د فراه امنیه قومانداني وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې یو ځوان په ډزو وژل شوی او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.
سرپل کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې یوه ۲۰ کلن ځوان ځان راځوړند کړی او مړ شوی دی.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، نن سهار د دغه ولایت په نجراب ولسوالي کې د یوه ۱۹ کلن ځوان مړی موندل شوی دی.
هلمند کې ځایي مسوولین د هغه ځوان د مړي له پيدا کېدو خبر خبر ورکوي چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې څلور ورځې مخکې اوبو وړی و.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې یو ځوان له غره لوېدلی او مړ شوی دی.
د بلخ د امنیه قومانداني مسوولین وايي، د مزارشریف ښار د پنځمې حوزې مربوطاتو کې یوه ۲۲ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
د بلخ امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي، ایران کې یو تښتول شوی افغان هرات کې او یو ماشوم خوست کې د انسانتښتوونکو له منګلو ژغورل شوي دي.
د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت په بټيکوټ ولسوالۍ کې يوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
د سرپل امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن