سرپل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۳): سرپل کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې یوه ۲۰ کلن ځوان ځان راځوړند کړی او مړ شوی دی.
د سرپل د والي ویاند مولوي حبیبالله مسرور پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د دغه ولایت د بلخاب ولسوالۍ په تجري کلي کې یوه شل کلن ځوان ځان راځوړند کړی او ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.
هغه زیاته کړه، لومړني معلومات ښيي چې دغه ځوان د کورني تاوتریخوالي له امله ځانوژنه کړې وه.
د سرپل د والي ویاند وویل چې د دې قضیې په تړاو د امنیتي ځواکونو پلټنې پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ځانوژنه د اسلام له پلوه لویه ګناه ده او یو څوک باید د ژوند هوارېدونکو ستونزو له امله په ځانوژنه لاس پورې نه کړي څو د لویې ګناه مرتکب نه شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن