ژبه

بدخشان کې یو ځوان سیند کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

فیض‌اباد (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د بدخشان ځایي مسوولین وایي، یو ۱۸ کلن ځوان چې تازه له ترکیې څخه هېواد ته راغلی و، د دغه ولایت په کوکچې سیند کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجینیر ذبیح‌الله امیري وایي چې تېره ورځ یو ۱۸ کلن ځوان چې د دغه ولایت د جرم ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و، د دغه ولایت په کوکچې سیند کې ډوب شوی او مړ شوی دی.

امیري زیاته کړه، دا کس احمد خالد نومېده او له خپلې کورنۍ سره له جرم ولسوالۍ څخه مرکز ته د مېلمستیا په موخه راغلی و.

د هغه په خبره، دا کس تازه له ترکیې څخه افغانستان ته راغلی و.