Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
مسوولین وایي، کندهار او بغلان ولایتونو کې د دوو پروژو کار پیل شو او دایکنډي او هلمند کې د دوو نورو پروژې چارې بشپړې شوې دي.
په څلورو ولایتونو کې ۱۶ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي، ۳۲ پر نشهیي توکو روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي او ۸۴ نور روږدي د درملنې په موخه راټول کړای شوي دي.
سیمهییز مسوولین وایي، په اروزګان او ننګرهار کې له څه باندې درې زره کورنیو سره د خوراکي، په لغمان کې له دوه سوه کورنیو نقدي او په کونړ کې له ۴۵۰ کورنیو سره د ژمنیو توکو مرستې وشوې.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته مرستیال، پکتیکا، نورستان، لغمان او اروزګان ولایتونو ته نوي والیان وټاکل شول.
هلمند، لوګر او غور ولایتونو کې له ۱۸۵۰ کورنیو سره نغدي او ژمنیو او پنجشېر کې له ۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
سیمهییز مسوولین وایي، په فراه، پروان او غور ولایتونو کې له څه باندې اووه زره کورنیو سره د خوراکي توکو او په غزني کې له دوه سوه بېسرپرسته کورنیو او معلولینو سره د خیاطۍ ماشینونو او زرنجو مرستې وشوې.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد په څلورو ولایتونو کې له پېرېدونکو څه باندې ۶۹۱ میلیون او ۷۹۹ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، په تېرو درېیو ورځو کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله اتو کسانو خپل ژوند لاسه ورکړی او ۲۸۸ کورونه بشپړ یا نیم تخریب شوي دي.
په میدان وردګو، لغمان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو کې له ۳۰۴۹ بېوزلو او سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP