Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله دوو کسان ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتوانخوا په دیره اسماعیلخان کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د کور او ښار جوړونې وزارت وایي، د دغه وزارت په دروازه کې یو بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوی او په رامنځته شوې چاودنه کې یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، د سوریې د حلب په منبج ښار کې د چاودنې له امله ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ سرګلولې د چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د ملتان په یوه صنعتي سیمه کې د ګازو یوه ټانکر چاودنه کړې چې امله یې شپږ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.
د پکتیا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ځاځياریوب ولسوالۍ کې د راکټ یوې زړې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
د راپورونو له مخې، د نایجیریا په شمال کې د تېلو یوه ټانکر اوښتو او چاودنې له امله لږ تر لږه ۷۰ کسان وژلي او ډېر شمېر نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، د چک جمهوریت شماللوېدیځ کې په یوه رسټورانټ کې د ګازډبې چاودنې شپږ کسان مړه او اته نور ټپیان کړي دي.
د خوست امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت د ګاز ډبې چاودنې له امله څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د شېخ زاهد روغتون ته څېرمه په سړک چاودنه شوې چې له امله یې څلور تنه عام هېوادوال سرسري ټپیان شوي دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد یوه باروړونکې کښتۍ د هغې ماشین کې د چاودنې له امله د مدیترانې سمندر کې ډوبه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP