منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۶ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

مفتي منیر شاکر د ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۴۹ کتنې · تازه شوی

پېښور (پژواک ۲۵ کب ۱۴۰۳): نن پېښور کې چاودنې د مفتي منیر شاکر په ګډون څلور تنه ټپيان کړل، خو منیر شاکر په روغتون کې ساه ورکړه.

چارواکي وايي چې منیر شاکر د پېښور په اورمړ سیمه کې یوه جومات ته د ننوتلو پر مهال د چاودنې له امله ټپي شو.

هغوی وايي چې هغه د دې چاودنې له درېیو نورو ټپیانو خوشحال، عابد او سید نبي سره یو ځای د لیډي ریډینگ روغتون (Lady Reading Hospital) ته وړل شوی و.

د یاد روغتون ویاند محمد عاصم تایید کړه چې مفتي شاکر روغتون ته وړل شوی و او د ټپونو له امله یې ساه ورکړه.

مفتي شاکر د ۲۰۰۴ کال په ډسمبر کې د لشکر اسلام بنسټ ایښی و.