د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د چیني انجینرانو پر یوه کاروان چاودنه شوې چې له امله یې دوه چینایان وژل شوي، یو چیني او شاوخوا لس پاکستانیان ټپیان شوي دي.
د ایران د خراسان ولایت د ډبرو سکرو یوه کان کې چاودنې لږ تر لږه ۵۲ کارګران وژلي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې له پخوا پاتې یوې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي دي.
د هند په اندرا پرادېش ایالت کې د درمل جوړولو یوه فابریکه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
بدخشان کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت د مرکز فیضاباد ښار څلورمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله چاودنه شوې او یو کس یې وژلی دی.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د چاریکار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د زړو اوسپنو یوه سرای کې چاودنه شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، د سومالیا ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې د یوه موټربم چاودنې له امله پنځه کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په مردان کې چاودنې درې کسان وژلي او د پولیسو په ګډون اته نور یې ټپیان کړي دي.
راپورونه وايي، د خیبر پښتونخوا په لکيمروت کې د سړک غاړې ماین چاودنې د یوه افسر په ګډون اووه پاکستان پولیس وژلي او یو بل یې ټپی کړی دی.
د کونړ امنیتي مسوولین وایي نن د دغه ولایت د مرکز اسعداباد ښار لومړۍ حوزې مربوطاتو کې د یوه ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د هاوان یوې سرګلولې چاودنې له امله یو تنکی ځوان وژل شوی دی.