ژبه

پروان کې چاودنې دوه کسان وژلي او شپږ نور ټپیان دي

<p style="text-align: justify;">چاریکار (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د پروان امنیه قومانداني وایي، د چاریکار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د زړو اوسپنو یوه سرای کې چاودنه شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د پروان امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاودنه نن غرمه مهال د چاریکار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې د سرک نو سیمه کې شوې ده.</p>

<p style="text-align: justify;">خبرپاڼه کې راغلي: «د لومړنیو معلوماتو له مخې، یاده  چاودنه په راټولو شوو اوسپنو کې د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او  شپږ نور زخمیان دي.»</p>

<p style="text-align: justify;">د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، ټپیان د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.</p>

ورته موضوع