د بدخشان په مرکز فیضاباد ښار کې د «اطلاعات شهر» په نوم یوه میاشتنۍ جوړه او په رسمي توګه یې فعالیت پیل کړ.
د غزني لیکوال، فرهنګیان او د مطالعې مینهوال وايي، په تېرو کلونو کې په دغه ولایت کې له ۴۰ ډېرې ورځپاڼې، اوونیزې، مجلې او رسالې خپرېدلې خو اوس د «سنايي» په نوم له دولتي اوونیزې پرته نورې ټولې سقوط شوې دي.