د چرمي صنعت یو شمېر تولیدوونکي د خپلو تولیداتو د پلور له کمېدو شکایت لري او وايي، په هېواد کې داسې ماشینونه نشته چې خام مواد (د څارویو پوستکي) پر پاخه موادو (چرم) بدل کړي؛ دوی له حکومت او پانګهوالو غواړي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.