ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چرمي توکو تولیدوونکي: د چرم تولید فابریکې دې جوړې شي

د چرمي توکو تولیدوونکي: د چرم تولید فابریکې دې جوړې شي

author avatar
19 Jan 2023 - 16:10
د چرمي توکو تولیدوونکي: د چرم تولید فابریکې دې جوړې شي
author avatar
19 Jan 2023 - 16:10

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۱): د چرمي صنعت یو شمېر تولیدوونکي د خپلو تولیداتو د پلور له کمېدو شکایت لري او وايي، په هېواد کې داسې ماشینونه نشته چې خام مواد (د څارویو پوستکي) پر پاخه موادو (چرم) بدل کړي؛ دوی له حکومت او پانګه‌والو غواړي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

په افغانستان کې د چرم جوړولو صنعت اوږده مخینه او افغاني چرمي لاسي صنایع خپلې ځانګړنې لري.

د دې برخې صنعتګر، له پخوا کلونو څخه دستکولونه، بوټونه، څپلۍ، پیزارونه، جیبي بکسې، کمربندونه او نور په ځانګړي ظرافیت سره جوړوي چې ان له هېواده بهر هم ډېر مینه‌وال لري.

خو په دې وروستیو کې په کابل ښار کې یو شمېر دغه صنعتګر د خپلو تولیداتو د خرڅلاو له کمښته شکایت لري.

د کابل په قلعۀ فتح‌الله کې د «فرشته هاشمي لاسي صنايعو شرکت» مشرې فرشته هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، له څه مودې راهيسې يې کاروبار پيکه شوی دی.

نوموړې یاد توليدي شرکت درې کاله وړاندې د زرو امريکايي ډالرو په پانګونې سره جوړ کړی چې اوسمهال پکې يو استاد او څلور شاګردانې پر کار بوخت دي.

په یاد شرکت کې استاد او شاګردانې د لاسي دستکولونو، بوټانو، څپلیو، بکسو، کمربندونو او داسې نورو توکو پر جوړولو بوخت دي.

خو فرشته هاشمي د پلور کمښت او د کاروبار پیکه کېدو خبره کوي او وايي: «له سیاسي تحول مخکې زموږ کار ډېر ښه و، په یوه میاشت کې زموږ په شرکت کې د استاد په ګډون ۱۱ کسانو کار کاوه، خو اوس ۵ کسانو ته رسېدلي، دا ځکه چې پلور نه لرو.»

نوموړې وویل، پخوا يې پلور ډېر و، په اونۍ کې ۵۰ دستکولونه یې پلورل، خو اوس په ورځ کې يو هم نه پلورل کېږي.

خو هاشمي زياتوي، د کاروبار کمرنګه کېدل دې او هم‌مسلکان یې ناهیلي کړې نه دي او د ښه کېدو په هیله خپلو چارو ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې، د کابل ښار په انتیک‌فروشۍ کوڅه کې «سلطان د لاسي او چرمي صنايعو»  کارخونې څښتن حاجي محمدطاهر وايي، له ۵۰ کلونو راهيسې د چرمي صنايعو تولید او پلور په برخه کې کار کوي او چرمي کمربندونه، بکسې، جیبي بټوې او مختلف دستکولونه تولیدوي.

هغه وايي چې د ۱۴۰۰ لمريز کال د زمري په ۲۴مه د نظام له سقوط مخکې په پرتله یې د پلور کچه ٨٠ سلنه راټيټه شوې ده.

هغه زياته کړه، مخکې به په يوه ورځ کې د سل زره افغانيو په ارزښت محصولات پلورل کېدل، خو اوس د ورځې پنځه زره افغانۍ پلور لري.

د نوموړي په ​​وينا، له پوستکو تولید شوو اجناسو لوړه بیه، د هېوادوالو کمزوری اقتصاد او د صادراتو کمښت په هېواد کې د دغه تولیدي محصول د خرڅلاو د کمېدو لاملونه دي.

هغه دې ته په اشارې سره چې له پخوا راهيسې د دوی د توليدي توکو بيه ډېره لوړه خو د ورته وارد شوو توکو بيه ډېره ټيټه ده، وويل: «د افغاني توکو په پرتله چينايي بوټان او دستکولونه ډېر ارزانه دي، خو کيفيت يې ټيټ دى، د یو جوړه بوټانو او دستکول بیه له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ افغانیو پورې ده.»

د سرچينې په وينا، دا چې په هېواد کې داسې فابريکې او کارخونې نشته چې د څارويو پوستکي پر چرم بدل کړي نو له همدې امله د څارويو پوستکي د چرم جوړولو لپاره بهر ته صادرېږي، بيا پر چرم بدلېږي او بېرته واردېږي.

په ورته مهال، د لاسي صنایعو پراختیا دولتي شرکت عمومي رییس احمد فردین وویل چې چرمي صنایع هم په افغانستان کې تولېدېږي او هم بهر ته صادرېږي، خو خام مواد په هغه کچه چې باید پروسس او چرم‌ګنډونکو ته ورکړل شي، په هېواد کې نشته.

خو هغه زياته کړه، د هېواد په ځينو سيمو کې د څارويو پوستکي په ابتدايي ډول پر چرم بدلېږي.

سرچينې څرګنده کړه چې د چرم ډېرى خام مواد په بهر کې پر پخو توکو بدلېږي او په لوړه بيه پلورل کېږي.

نوموړي د چرم‌‌ګنډونکو او چرم‌پلورونکو د کاروبار کمرنګه کېدو په تاييد سره وويل، اسلامي امارت له کورنيو توليداتو ملاتړ کوي او د اسلامي امارت د کابينې پرېکړې له مخې، اقتصادي کمېسيون ټولو دولتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې له کورنيو توليداتو کار واخلي.

د لاسي صنایعو پراختیا دولتي شرکت عمومي رئیس له ملي سوداګرو وغوښتل چې له خامو پر پخو د پوستکو بدلولو لپاره فابریکې جوړې کړي.

د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې مشر شیرباز کمین‌زاده پژواک اژانس ته وويل: «موږ د چرم سکټور ډېر هڅوو او تر اوسه زموږ ټول چرم وارداتي دی، له بده‌مرغه خام چرم (پوستکی) له افغانستانه نورو هېوادونو ته صادرېږي، بېرته پر پاخه چرم بدلېږي او بیا هېواد ته واردېږي او معمولا له پاکستان او هند څخه هېواد ته راوړل کېږي.»

نوموړي زیاته کړه: «که څوک په دې برخه کې پانګونه وکړي، دا به زموږ د هېواد لپاره لوی او ښه کار وي، د صنایع او کانونو خونه له دوی سره خبرو ته چمتو ده او د اسلامي امارت حکومت او اړوندې ادارې وهڅول شي چې په دې برخه کې اسانتیاوې ورته برابرې کړي څو پانګه‌وال جلب شي.»

د سرچينې په باور، که په دغه سکټور کې پانګونه وشي، نو ډېرو خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.

Visits: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.