Username or E-mail:
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار کانال رياست وايي چې په دغه ولایت کې یې د خصوصي سکټور په ۱،۷ میلیون ډالرو د چرګانو د روزنې او تولید لوی فارم جوړ کړی دی.
کابل ښاروالي وایي چې ۵۰ زره و ۶۰ کیلوګرامه د چرګانو خوسا شوې غوښه یې د کابل ښار د ۹ ناحیې اړوند سیمه کې په یوه ګدام کې کشف کړې او له منځه وړې ده.
ننګرهار ولايت کې د چرګانو د توليد او روزنې د فارمونو مسوولين وايي، د پخوا په نسبت يې توليدات ډېر شوي چې ورسره له پاکستانه د چرګانو وارداتو مخه نیول شوې ده.
په سمنګان کې د چرګانو فارملرونکو ټولنه په دغه ولایت کې د چرګانو فارمونو د تولیداتو له ډېرېدو خبر ورکوي او وایي، هره ورځ ۲۵ ټنه د چرګ غوښه ګاونډیو ولایتونو ته صادرېږي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په پانګونه د چرګانو عصري او معیاري حلالځای (کشتارګاه) جوړ شو.
د کرنې وزارت وايي، افغانستان ته د هغو چرګانو واردات چې وزن يې له دوو کیلوګرامه ډېر وي او هغو هګيو چې له فريزر پرته افغانستان ته وارديږي، واردات بند شوي دي.
د تخار د کرنې ریاست مسوولین وایي، د داخلي تولیداتو په برخه کې پانګونې ته د خلکو لېوالتیا د دې لامل شوې چې په دغه ولایت کې د چرګانو له ۲۰۰ ډېر فارمونه جوړ شي او فعالیت ولري.
د افغانستان د چرګانو تولید او پروسس اتحادیې مسوولین وایي، د اقتصادي ستونزو، له بهره د چرګانو واردېدو او د خوراکي توکو بيو لوړېدو له امله په هېواد کې د چرګانو څه باندې ۵۶۰۰ فارمونه تړل شوي دي.
په ننګرهار کې د چرګانو فارم لرونکي وايي، د چرګانو د دانې بيې لوړېدو او له پاکستانه په ډېر شمېر د چرګانو واردېدو یې کاروبار له ستونزو سره مخ کړی دی.
د زابل په مرکز کلات کې له ۵۰ بېوزلو مېرمنو سره د ۲،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د چرګانو د تولید او ساتنې د وسایلو مرسته وشوه.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولايت په مرکز او دوو ولسواليو کې يې ۱۰۵ بېوزلو کورنيو ته د چرګانو د روزنې کوچني فارمونه جوړوي.
په خوست کې د غوښې چرګانو فارم لرونکي او هټۍوال وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د چرګانو ٧٠٠ فارمونه تړل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن