ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د چرګانو ٧٠٠ فارمونه تړل شوي

خوست کې د چرګانو ٧٠٠ فارمونه تړل شوي

author avatar
21 May 2022 - 11:32
خوست کې د چرګانو ٧٠٠ فارمونه تړل شوي
author avatar
21 May 2022 - 11:32

خوست ښار (پژواک، ٣١ غويى ۱۴۰۱): په خوست کې د غوښې چرګانو فارم لرونکي او هټۍوال وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د چرګانو ٧٠٠ فارمونه تړل شوي دي.

دوى يې لوی لامل د خلکو وزګارتيا بولي او وايي چې خلک غريب شوي او د چرګانو اخيستلو توان نه لري.

سيد عظيم چې د خوست ښار د چرګانو په مارکېټ کې هټۍ لري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې مخکې يې د ورځې تر ۱۵۰ پورې چرګان پلورل خو اوس ٣٠ هم نه شي پلورلای.

نوموړى- چې دغه حالت سخت اندېښمن کړی- له حکومته غواړي څو د هواري لار ورته پیدا کړي.

هغه زياته کړه: «که د وزګارتيا دا حالت همداسې دوام وکړي، هر سړی به قرضداره شي، له مجبورۍ او نیستۍ سره به خلک مخ شي.»

دغه راز د چرګانو يوه بل پلورونکي بخت علي پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې يې کاروبار ډېر خراب شوى او ان د هټۍ کرايه هم نه شي پوره کولاى.

نوموړي وويل، ډېر داسې کسان پېژني چې د هټۍ کرايه له جيبه ورکوي؛ ځکه وايي چې د چرګانو کاروبار د سقوط  لور ته روان دی او د اقتصادي ستونزو له امله يې خلک پېرلو ته زړه نه ښه کوي.

دی وايي: «اوس د ورځې لس چرګان هم نه شو خرڅلاى، د خپلې مړۍ روپۍ هم راباندې اوړي، د خلکو د غربت کچه بېخې لوړه شوې، کله کله دوکان کې يو يا دوه چرګان مړه شي، بيا کرايه هم نه شو پوره کولاى.»

د دې ترڅنګ د غوښې چرګانو فارم لرونکو اتحاديې مسوولين وايي چې له دې مخکې په دغه ولايت کې ۱۱۰۰ فارمونه فعال وو، خو د خلکو د بې‌وزلۍ له ډېرېدو سره یې اوس دا شمېر ۴۰۰ ته راټيټ شوی دی.

د یادې اتحاديې يوه مسوول ډاکټر محمد جليل شاه وايي، يو بل لامل چې د دوی پر کاروبار يې منفي اغېز کړی، د هېواد دننه د چرګانو باکيفيته دانې نشتوالی او دغه راز له پاکستانه پر واردېدونکو چرګانو باندې د کم ګمرکي محصول اخيستل دي.

هغه پژواک ته وويل، که له پاکستانه پر واردېدونکو چرګانو- چې له صحي پلوه هم ښه نه دي- ګمرک لوړ شي، د دوی کاروبار به ورسره بېرته څه ناڅه ښه شي.

هغه زياتوي: «وضعيت ډېر خراب دى، اوس ١١ سوه فارمونه په څلور سوو بدل شوي، که دا حالت دغسې روان وي، څلور سوه به په دوو سوو بدل شي، زموږ مارکېټ به سقوط کېږي او د پاکستان مارکېټ ته به محتاجېږو.»

بل لور ته د خوست د اطلاعاتو او کلتور رييس شبيراحمد عثماني پژواک ته وويل چې د ډېر وزن لرونکي چرګان چې له روغتيايي پلوه هم ښه نه دي، د حکومت مسوولينو يې پر واردېدو مطلق بنديز لګولی دى.

دی وايي، دا مهال له پاکستانه په کم شمېر چرګان وارديږي او کومه صحي ستونزه هم نه لري، خو د داخلي فارمونو د ودې لپاره پر بهرنيو چرګانو ګمرکي تعرفه لوړه ده.

عثماني همدا ډول زياته کړه، دا چې په عمومي ډول نرخونه لوړ شوي، نو په همدې توګه د چرګانو د دانې نرخونه هم يو څه لوړ تللي، خو دوی هيله لري چې دا ستونزه به هم د وخت په تېرېدو سره حل شي.

Views: 336

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.