Language

خیبر پښتونخوا کې پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې په یوه وسله‌وال برید کې پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه پنځه پولیس په یوه موټر کې سپاره وو او د کرک ولسوالۍ په ګرګري سیمه کې د وسله‌والو له لوري په نښه او ووژل شول.

سرچینې لیکلي چې بریدګر له برید وروسته له سیمې وتلي دي.

سرچینې لیکلي چې دغه پولیس د ګاز د یوه خصوصي شرکت ساتونکي وو او له برید وروسته یې موټر سوځول شوی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه پېښه غندلې ده.