ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې څه باندې سلو بېوزلو کورنیو ته د چرګانو فارمونه جوړېږي

هلمند کې څه باندې سلو بېوزلو کورنیو ته د چرګانو فارمونه جوړېږي

author avatar
22 May 2022 - 16:01
هلمند کې څه باندې سلو بېوزلو کورنیو ته د چرګانو فارمونه جوړېږي
author avatar
22 May 2022 - 16:01

لښکرګاه (پژواک، د غبرګولي لومړۍ ۱۴۰۱): د هلمند د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولايت په مرکز او دوو ولسواليو کې يې ۱۰۵ بېوزلو کورنيو ته د چرګانو د روزنې کوچني فارمونه جوړوي.

د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست د پلان او برنامو د همغږۍ مسوول سید رفیع‌الله قلم، پژواک اژانس ته وویل چې دوی دغه فارمونه د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه‌يي توکو سره د مبارزې دفتر (UNODC) په مرسته په لښکرګاه ښار، نادعلي او ګرشک ولسواليو کې جوړوي.

نوموړي زياته کړه چې دغه پروسه څو ورځې وړاندې پيل شوې او تر اوسه ۳۵ کورنيو ته د فارمونو مواد وېشل شوي دي.

هغه وویل چې د چرګانو فارمونو جوړولو لپاره هرې کورنۍ ته ۲۴ چرګان، ۲۰۰ کیلوګرامه دانه، واکسین او درمل ورکول کېږي.

Views: 77

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.