په کابل کې د رابعه بلخي روغتون نوې ټاکل شوې رییسه – چې شاوخوا ۲۵ کاله یې په نسايي او ولادي برخه کې دنده ترسره کړې – د اسلامي امارت له لوري خپله ګومارنه مثبت ګام بولي او ژمنه کوي چې په دغه روغتون کې شته نیمګړتیاوې به له منځه یوسي.