د رابعه بلخي روغتون نوې رییسه: هڅه کوم چې د روغتون ستونزې پر وخت حل کړم
په کابل کې د رابعه بلخي روغتون نوې ټاکل شوې رییسه - چې شاوخوا ۲۵ کاله یې په نسايي او ولادي برخه کې دنده ترسره کړې - د اسلامي امارت له لوري خپله ګومارنه مثبت ګام بولي او ژمنه کوي چې په دغه روغتون کې شته نیمګړتیاوې به له منځه یوسي.


