د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د اوړو بيه د پام وړ ټیټه شوې خو نانواييګانو د ډوډۍ په وزن کې هیڅ زياتوالى نه دى راوستلی.
په کابل ښار کې د پژواک له لوري د ۲۰ ارزول شوو نانواييګانو له ډلې ۷۰ سلنه یې په منځنۍ کچه یوه ډوډۍ د ښاروالۍ له لوري له ټاکلې اندازې خلاف په ۱۲ سلنه کم وزن پخوي.