Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
. . .
د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال د دغې ادارې عواید ۸۵ سلنه لوړ شوي چې ورسره په کندهار ښار کې د بیارغونې کارونه هم ډېر شوي دي.
د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د هغو ودانیو ړنګولو چارې پيل شوې چې د ښاروالۍ د ماسټر پلان خلاف او په خپل سر جوړې شوې دي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښاروالۍ مسوولين وايي، په روان کال کې یي له خپلې انکشافي بودجې د ۲۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۴ لویو پروژو چارې پیل کړې چې ۸ یې بشپړې شوې دي.
د خوست ښاروال وايي چې د روان کال په تېرو درېيو ربعو کې یې ١٤١ ميليون افغانۍ عوايد ټول کړي دي.
د کندهار ښاروال وايي، سږ کال یې د بودجې ډېره برخه پرمختیايي چارو او د بیارغونې کارونو ته ځانګړې کړې چې د کندهار ښار د مهمو برخو د تخریب شوو سړکونو رغول هم په کې شامل دي.
د شبرغان ښاروالۍ ریاست وايي، په تېر یوه کال کې يې څه باندې ۲۸ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
د غزني ښاروالۍ چارواکي وايي، په غزني ښار کې یې د هغو ۱۳ نیمهکاره رغنیزو پروژو پاتې کارونه بېرته پيل کړي چې په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته درېدلي وو.
د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، د سږ مالي کال لپاره ښاروالۍ ته ۷۳۰ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوې چې له دې جملې ۴۴۳ میلیونه ۲۵۹زره ۹۹۱ افغانۍ یې د پرمختیايي کارونو لپاره دي.
د خوست ښاروالۍ مسوولين وايي، د دغه رياست عوايد د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د تېر کال د لومړۍ ربعې په پرتله ۸۰ سلنه لوړ شوي دي.
د بغلان ښاروالۍ مسوولين وايي چې د کرونايي محدويتونو او په هېواد کې د سياسي بدلون له امله يې د عواید کچه د تېر کال په پرتله نهه سلنه کمه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP