Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته دوه ودانۍ جوړې شوې.
دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان کې د سېلابونو له امله ۱۱۰ ښوونځي په قسمي یا بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د بلخ په البرز ولسوالۍ کې یو شمېر زدهکوونکي وايي چې ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د ښوونکو او درسي موادو له کمښت سره هم مخ دي.
ځایي مسوولین وایي چې د روان کال په تېرو ۱۰ میاشتو کې د سرپل او پنجشېر په مرکزونو او ولسوالیو کې ۴۰ ښوونځي او مدرسې بیارغول شوي دي.
بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۳۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت برهکيبرک ولسوالۍ په شاه مزار سیمه کې د یوه ښوونځي او دیني مدرسې غصب شوې ۴۰ جریبه ځمکه بېرته را وګرځول شوه.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ورس ولسوالۍ کې د خلکو په مالي ملاتړ د یوه لومړني ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د خوست ولایت په مرکز کې د څه باندې ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک، ویالو او یوه کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.
د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوو ښوونځیو ودانۍ بیاورغول شوې.
د میدانوردګو په نرخ ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه او بلخوا د بغلان په مرکز پلخمري کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د فراه پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت د ۳۹۵ ښوونځیو له ډلې ۱۸۸ یې خپلې ودانۍ نه لري او په کرايي کورونو کې فعالیت کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP