Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې یو شمېر زدهکوونکي وايي چې ښوونځي يې ودانۍ او پاکې اوبه نه لري او هم یې ښوونکي کم دي.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي چې د لومړي ځل لپاره د پوهنې وزارت له لوري په دغه ولایت کې ښوونکو ته د کوچنیو پورونو ورکولو صندوق پرانيستل شو.
د هلمند د پوهني ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت یو شمېر ولسوالیو کې هیڅ ښوونځی نشته او په خبره یې چې د ښوونځیو او ښوونکو د کمښت له امله دغلته ۶۰ سلنه ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.
په غزني کې یو شمېر زدهکوونکي په ښوونځیو کې د ښوونکو له کموالي شکایت کوي او د دې ستونزې د حل غوښتونکي دي.
د ښوونکو د روزنې ریاست تشکیلاتي واحدونه د پوهنې وزارت له چوکاټه حذف شوي او کارکوونکي به یې د نورو ښوونیزو بنسټونو په شته خالي بستونو کې د بست د اړتیا او رشتې مطابق د قدم په ساتلو سره وګومارل شي.
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ زدهکوونکي وايي چې ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د ښوونکو له کمښت سره هم مخ دي.
په دایکنډي کې د پوهنې مسوولین او زدهکوونکي وايي چې په ښوونځیو کې د ښوونکو له جدي کمښت سره مخ دي او له اړوندو ادارو غواړي چې د دې ستونزې د هواري لپاره لاس په کار شي.
د بلخ د پوهنې ریيس وایي، روان کال د دغه ولايت په کچه ۱۵۰۰ ښوونکو ته اړتیا لري خو هڅه کوي چې دا او نورې ستونزې حل کړي.
د بامیان ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، په روان کال کې دغه ریاست د ۲۴۰۰ ښوونکو او خدماتي پرسونل له کمښت سره مخ دی.
د سرپل د پوهنې ریاست مسوولین د هغو ۴۸۱ ښوونکو د ګومارنې لړۍ له پیلېدو خبر ورکوي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په ازموینه کې بریالي شوي دي.
د فراه د پوهنې ریاست وايي، د ښوونکو د کمښت له امله د دغه ولایت په لرو سیمو کې شاوخوا ۷۰زره ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.
په بامیان، سرپل او میدان وردګو ولایتونو کې د ښوونکو بستونو لپاره زرګونو کاندیدانو د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP