Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې یوه کس خپلې دوې ښځې وژلې او د درېیمې سترګې یې ړندې کړې دي.
کینیا کې یوه کس اعتراف کړی چې په تېرو دوو کلونو کې یې د خپلې مېرمنې په ګډون ۴۲ ښځې وژلې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د روان ۱۴۰۳ کال په لومړۍ ربع کې د ۱۲۲۱ ښځو په ګډون ۱۵ زره ۷۹۱ کسان په حکومتي ادارو کې پر دندو ګومارل شوي دي.
هرات کې مسوولین د متشبثو ښځو له ډېرېدو خبر ورکوي خو یو شمېر ښځې بیا له حکومته غواړي چې د هېواد په کچه دې د ښځو کاروبار لپاره ډېر ځایونه او مارکېټونه جوړ شي.
د پروان د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي چې د «افغان ښځو» (AWEC) په نوم د ښوونیز مرکز په مالي ملاتړ په ۸۳ ګروپونو کې تنظیم شوو ۴۹۸ ښځو ته د خیاطۍ بېلابېل ماشینونه او وسایل ووېشل شول.
د هرات امنیه قومانداني وايي، هغه کس چې د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې یې خپلې دوه مېرمنې په ډزو وژلې وې، د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
په هېواد کې د بدل ودونو یو شمېر قربانيانې خپل له کړاوه ډک ژوند له امله شکایت کوي، وايي چې له دغه ناوړه دود سره باید جدي مبازره وشي.
جوزجان کې ځایي سرچینې وایي، دغه ولایت کې څه باندې ۲۲۰ ښځو ته چې له شپږ میاشتنيو حرفوي زدهکړو فارغې شوې، د کار وسایل ورکړل شول.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ښوونځي یوې زدهکوونکې د غالۍ اوبدلو کارګاه په جوړولو سره ۷۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د خدیجةالکبرا په نوم د ښځو سوداګریز مارکېټ یو شمېر هټۍ د کرایې نه ورکول کېدو له امله تړل شوې دي.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځینې ښځې وایي، مېړونه یې د مهر حق نه ورکوي او یا یې له دې امله نه شي ترې غوښتلی چې کورنۍ اړیکې یې خرابېږي.
د لغمان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې ۱۴۰ اړمنو ښځو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه بېلابېلو برخو کې پنځه کارخونې پرانیستل شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن