د لوګر اوسېدونکي وایي، په دې ورستیو کې د کابل- لوګر او لوګر- ګردېز ترمنځ پر غځېدلې لویې لارې ترافیکي پېښې ډېرې شوې چې له امله یې په تېرو دوو میاشتو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د کابل- لوګر پر لار په سقاوې دښته سیمه کې دوو ټوډي موټرو ټکر کړی چې له امله یې درې کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.