د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په ځینو خصوصي روغتونونو کې ډاکټران ورته اضافي معاینې او درمل لیکي خو د خصوصي روغتونونو اتحادیه وايي چې که په دغو روغتونونو کې دغسې څه وویني، مخه به یې ونیسي.