کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په ځینو خصوصي روغتونونو کې ډاکټران ورته اضافي معاینې او درمل لیکي خو د خصوصي روغتونونو اتحادیه وايي چې که په دغو روغتونونو کې دغسې څه وویني، مخه به یې ونیسي.
د کابل ښار د احمدشاه بابا مینې يوه اوسېدونکي کپتان پرته له دې چې د روغتون نوم واخلي له پژواک سره خبرو کې ادعا وکړه، که کله یې هم خصوصي روغتون ته مراجعه کړې نو ډاکټرانو ورته اضافي معاینې او درمل ليکلي دي.
دی وايي: «دوی د لسو روپيو دوا په دېرش روپي ورکوي، خو د پوښتنې سړی نشته.»
د کابل ښار نورمحمدشاه مینې (کارتنو) سیمې اوسېدونکی سيدعالم چې د اعصابو ناروغي لري وویل، د خصوصي روغتونونو درمل نه یوازې ګران دي، بلکې کیفیت یې هم د باور وړ نه دی؛ ځکه ناروغان نه ورسره ښه کېږي.
دی وايي: «که دوا کېږي د ۵۰۰ خو دا موږ نه ۷۰۰ يا ۸۰۰ اخلي او دوا يې کيفيت نه لري، هيڅ تاثیر نه کوي په موږ باندې.»
د کابل ښار د شکردرې اوسېدونکي شکرالله بيا وويل، د کمزوري اقتصادي حالت له امله نه شي کولای په خصوصي روغتونونو کې د خپلو ناروغانو درملنه وکړي.
دی له حکومته غواړي چې خصوصي روغتونونو کې د معایناتو او درملو فیسونه او بیې کنټرول کړي او د دوی د دغه ډول کاروبار مخه ونيسي.
د خصوصي روغتونونو اتحادیه: په روغتونونو کې د اضافي معاینو مخه نیسو
د خصوصي روغتونونو د اتحادیې رييس مجیبالرحمن ناصري وويل، افغانستان یو مصرفي هېواد دی، ټول اړين توکي او درمل له نورو هېوادونو وارديږي چې له امله يې په خصوصي روغتونونو کې د درملنې لګښت هم لوړېږي.
د هغه په خبره: «په يو اتاق کې موږ د مریض لپاره يوازې د برق ۹۰۰ افغانۍ مصرفوو، د هغه مریض لپاره د يوې نرسې په شپه کې ۷۰۰ افغانۍ معاش دی، بل مشکل دا دی چې ۹۰ سلنه خصوصي روغتونونه په سوداګريزو ودانيو کې فعاليت لري.»
ناصري وايي چې د اضافي معایناتو لیکل د ډاکټر په وجدان پورې اړه لري خو اتحادیه د دې ډول کړنو مخالفه ده او که چېرې په کوم روغتون کې داسې څه مورد وویني، مخه یې نیسي.
ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت بيا وايي چې تر ډېره يې په خصوصي روغتونونو کې د معایناتو او درملو بیې کنټرول کړې او په دې برخه کې لا هم هڅې روانې دي.
د یاد وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان امر وايي چې اوس مهال د خصوصي روغتونونو خدماتو ته په کتو، لګښتونه په موقت ډول کنټرول شوي دي.
هغه زیاتوي، له خصوصي سکټور او د خصوصي روغتونونو له مشرانو سره يې خبرې کړې چې له مخې يې ياد روغتونونو هېوادوالو ته تخفيفونه ځانګړي کړي دي.
د خصوصي روغتونونو اتحادیې د معلوماتو له مخې، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په هېواد کې شاوخوا ۲۰۰ نوو خصوصي روغتونونو فعاليت پيل کړی دی او له دې سره اوس په هېواد کې ټول ۷۰۰ خصوصي روغتونونه فعال دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP