Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت، له څلورو کورنیو شرکتونو سره د څه باندې ۱۰.۱۵ میلیارد افغانیو په ارزښت درېیو ولایتونو کې د څلورو لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه لاسليک کړل.
د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د نفرایټ ډبرو پنځو کانونو تړونونه له پنځو شرکتونو سره لاسلیک شول چې له مخې به یې دغه شرکتونه یو میلیارد افغانۍ پانګونه وکړي.
د قرغیزستان سوداګرو په افغانستان کې د کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د کانونو او پټرولیم له وزارته یې غوښتې چې په دې برخه کې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې ایراني او په بهر کې مېشت افغان پانګوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د ډبرو سکرو او نورو کانونو په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
د بغلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د تاله برفک او نهرین ولسواليو د ډبرو سکرو په کانونو کې د ګازنیونې له امله څلور کانکيندونکي مړه شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۲ د کوچني مقیاس کان کېندنې ساحې داوطلبۍ ته وړاندې کوي.
د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د چین، قرغیزستان او منګولیا پانګهوال لېواله دي چې په افغانستان کې د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د پروسس فابریکو د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په افغانستان کې امنیت ښه شوی او ایراني پانګهوال کولی شي چې د هېواد د کانونو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د هرات د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۸ کانونه شته چې اوسمهال یې د شپږو د استخراج چارې روانې دي.
د کونړ چارواکي وايي، د تېر یوه کال په موده کې د دغه ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کانونو د استخراج له درکه نږدې ۱۳ میلیونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
یوه چینایي شرکت په افغانستان کې په لوړه بیه د کانونو د استخراج لپاره تیاری ښودلی او ویلي یې دي چې له دې سره به د ښه ګاونډيتوب ترڅنګ د بېبدله مرستو لړۍ هم دوام ولري.
اقتصادي کمېسیون د کانونو وزارت ته په هرات کې د اوسپنې او په غور کې د سربو کانونو د قرارداد اجازه ورکړه، ویې پتېیله چې د مالګې د کانونو تړونونه دې کورنیو شرکتونو ته ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP