ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د شپږو کانونو د استخراج چارې روانې دي

هرات کې د شپږو کانونو د استخراج چارې روانې دي

author avatar
15 Oct 2022 - 14:03
هرات کې د شپږو کانونو د استخراج چارې روانې دي
author avatar
15 Oct 2022 - 14:03

هرات (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۱): د هرات د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۸ کانونه شته چې اوسمهال یې د شپږو د استخراج چارې روانې دي.

د هرات د کانونو او پټرولیم رییس مولوی فضل‌احمد منیب خاموش له پژواک سره په خبرو کې دغه ولایت د افغانستان د اقتصادي قطب په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه چې رخام او مرمر ډبرې، اوسپنه، مالګه، ګچ او ډبرو سکاره د دغه ولایت مهم کانونه دي.

د خاموش په وینا، په هرات ولایت کې د مرمر ډبرو نهه، د رخام ډبرو پنځه، د ودانیزو توکو شپږ، د ډبرو سکرو دوه کانونه او دغه‌راز د مسو، سربو، مالګې او ګچ په څېر نور کانونه هم په دغه ولایت کې شته دي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی هڅه کوي څو په دغه ولایت کې د شپږو فعالو کانونو پر استخراج سربېره، د نورو کانونو د کیندنې زمینه هم برابره کړي.

هغه د نورو کانونو د استخراج چارو د درېدو لامل په ډاګه نه کړ؛ خو ټینګار کوي چې د استخراج چارې یې د بېلابېلو لاملونو له مخې درېدلې دي او که د دغو کانونو د استخراج چارې پیل شي، نو د هېواد ۸۰ سلنه اقتصادي ستونزې به ورسره هوارې شي.

دغه‌راز د کانونو او پټرولیم رییس وویل، په څو وروستیو میاشتو کې د کانونو استخراج له درکه ۷۷ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي او اوسمهال تر زرو ډېر کسان په دې برخه کې پر کار بوخت دي.

په ورته وخت کې، د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي چې کانونه د یوه هېواد شتمنې ده، استخراج یې د ټولنې وګړو لپاره کاري زمینه برابروي او ان له هېواده د خلکو د وتلو د مخنیوي لامل ګرځي.

د اقتصادي چارو شنونکی ګلاب‌الدین حیدري له پژواک سره په خبرو کې وايي، دولت باید له داخلي خصوصي سکټور سره همغږي ولري، د کانونو د استخراج په موخه د هغوی د اړتیا وړ ماشینونه او وسایل له بهرنیو هېوادونو وپېرې، د خپلو بشري سرچینو په واک کې یې ورکړي او پر وخت له اړوند سکټوره ملاتړ وشي.

نوموړي څرګنده کړه، که حکومت په سمه توګه کانونه مدېریت او استخراج کړي، اقتصادي بحران به صفر ته ټيټ شي، هېواد به اقتصادي خپلواکۍ ته ورسېږي او خلکو ته به هم د کار زمینه برابره شي.

د کانونو او پټرولیم ریاست د معلوماتو له مخې، له «برادران عادل» شرکت سره د چشت ولسوالۍ د مرمر ډبرو د دوو کانونو تړون شوی او دغه‌راز له «وطن درخشان» او «ناصر امید» شرکتونو سره د کرخ ولسوالۍ د بند سبزک د ډبرو سکرو قرارداد شوی دی.

د قراردادي شرکتونو مسوولین وايي، اوسمهال د ورځې ۳۰۰ ټنه د ډبرو سکاره او په کال کې ۲۵زره ټنه مالګه د هرات له کانونو استخراجوي چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول زر کسان پکې پر کار بوخت دي.

د «وطن درخشان» شرکت مالي او اداري مدير ګل‌احمد هوشنګ وايي، د ډبرو سکاره تر ډېره د هرات او کندهار ولایتونو د خښتو په بټیو، حمامونو او صنعتي کارخونو کې کارول کېږي.

په ورته وخت کې، د «ناصر امید» شرکت رییس ناصر امید وايي، په کال کې ۲۵ ټنه مالګه استخراجوي، وروسته په صنعتي ښارګوټي کې پروسس او بیا د استفادې لپاره د هرات بازار او د هېواد جنوبي ولایتونو ته عرضه کېږي.

له دې ټولو سره سره، د هرات اوسېدونکي هم د کانونو د استخراج لپاره د زمینې برابرېدو غوښتنه کوي.

د هرات اوسېدونکي نذیراحمد غوثي او ملا افضل وايي، حکومت باید د کانونو د استخراج لپاره اساسي فکر او برنامه ولري څو د خلکو لپاره د کار زمینه برابره شي.

د هغوی په وینا، حکومت باید د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي او د کانونو استخراج د دې لپاره یوازینۍ لار ده چې که حکومت پرې فکر او غور وکړي.

د تېر حکومت پرمهال، نا امنۍ، د سیمې د ځینو هېوادونو لاسوهنه، د کانونو سروې نه ترسره کول او په غیرمعیاري توګه یې استخراج هغه مهم لاملونه وو چې د هرات ولایت ډېری کانونه همداسې پرځای پاتې دي.

Visits: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.