Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په ميدان وردګو، باميان، لغمان، لوګر او غزني ولایتونو کې له څه باندې ديارلس نیم زرو کورنيو او کروندګرو سره د خوراکي توکو او د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.
د کندوز ولایت د کرنې ریاست د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان په همکارۍ له نږدې ۲۵زره کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان/ FAO UN- له لوري په زابل کې پر ۷ زره کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې وېش پیل شو.
مسوولین وايي، په پکتیا، ميدان وردګو، غزني او پروان کې له ۵۴زره ۷۲۵ کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرې د مرستې وېشل پیل او غور کې له ۵۰۰ کورنيو سره د لمریزې برېښنا د تولید وسایلو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست، د غنمو حاصلاتو زياتېدو په موخه د دغه ولایت په لسو ولسواليو کې پر کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم وېشي.
د بغلان د کرنې رياست د دغه ولايت په ځینو سيمو کې د اوبو د کمېدو له امله کروندګرو ته د شولو نه کرلو سپارښتنه کړې ده.
په لوګر کې پر ۲ زره کروندګرو نن د کب په ۲۹مه د سپینې کېمیاوې سرې وېش پیل شو.
. . .
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن