ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځو ولایتونو کې له زرګونو اړو کورنیو او کروندګرو سره د خوراکي توکو او اصلاح شوي تخم مرسته وشوه

پنځو ولایتونو کې له زرګونو اړو کورنیو او کروندګرو سره د خوراکي توکو او اصلاح شوي تخم مرسته وشوه

author avatar
31 Oct 2022 - 18:01
پنځو ولایتونو کې له زرګونو اړو کورنیو او کروندګرو سره د خوراکي توکو او اصلاح شوي تخم مرسته وشوه
author avatar
31 Oct 2022 - 18:01

کابل (پژواک ۹ لړم ۱۴۰۱): په ميدان وردګو، باميان، لغمان، لوګر او غزني ولایتونو کې له څه باندې ديارلس نیم زرو کورنيو او کروندګرو سره د خوراکي توکو او د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.

د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې نن د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) له خوا له  ۱۰۰۰  بزګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست پژواک خبري اژانس ته په راستولې خبرپاڼه کې ویلي، هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرام د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرام سپینه او ۵۰ کیلوګرام توره کیمیاوي سره ورکړل شول.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست هم پژواک ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، نن د خوړو نړۍوالو پروګرام په ملالي ملاتړ د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې له درې زره ۳۲۷ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

سرچينې ویلي، هرې کورنۍ ته یې ٥٠ کیلوګرام اوړه، ۴.۵۵ ليتره غوړي، ٦.٢٦ کیلوګرام دال او ۰.۵ کیلوګرام مالګه ورکړل شول.

همدارنګه د بامیان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري زین‌الله مسرور پژواک ته وویل، نن او تېره ورځ د دغه ولايت په مرکز کې د خوړو نړۍوال سازمان (WFP) له لوري ٤٣٠٠ اړو کورنيو ته خوراکي توکي ووېشل شول.

نوموړی زیاتوي، د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلوګرام اوړه، ۲۵ کیلوګرام وریجې، اووه کیلوګرام دال نخود، ۵ لېتره غوړي او یوه اندازه د ماشومانو خواړه هم ورکړل شوي دي.

دغه‌راز نن د خوړو نړۍوال پروګرام  (WFP) په مالي ملاتړ د لغمان د مرکز مهترلام له ۴۰۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.

د لغمان د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن پژواک خبري اژانس ته وویل چې هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرام د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرام توره او ۵۰ کیلوګرام سپينه سره ووېشل شول.

د یوه بل خبر له مخې، د یتیمانو مرستندویه موسسې/Helping Orphans  د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې له ۵۰۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

په مرسته شوو توکو کې اوړه، غوړي، وریجې، چای، بوره، لوبیا او مکروني شامل دي.

د یادې شوې موسسې مسوول سمیع‌الرحمن حبیب‌زي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مرسته د لوګر له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په همغږۍ له یوې رڼې سروې وروسته نن پر ۵۰۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو ووېشل شوه.

دی زیاتوي، دا هغه کورنۍ دي چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي او له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي وو.

دغه‌راز د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري د غزني په ګیلان او ناهور ولسوالیو کې پر ۳ زره ۹۸۹ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمد قاسم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل، په ګیلان ولسوالۍ کې له ۲۴۰۰ او په ناهور ولسوالۍ کې له ۱۵۸۹ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه چې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړۍوال پروګرام له لوري چمتو شوې وه.

هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۶ کیلوګرامه دال، ۵ لېټره غوړي او یوه اندازه مالګه ورکړل شول.

دی وايي، دا مرسته به تر یوه وخته د یادو شوو اړو کورنیو اړتیاوې پوره کړي او پلان لري چې په راتلونکو ورځو کې له نورو اړو کورنیو سره هم ورته مرستې وشي.

Visits: 48

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.